امريکا وايي، د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمو څخه يې دوه توغول شوي توغندي ويشتلي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه یې دوه توغول شوي توغندي وویشتل چې د یوې بار وړونکې بېړۍ په لور روان وو.

سینټکام ویلي چې په دې برید کې د ډنمارک اړوند د سنګاپور بیرغ لرونکي کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د یمن حوثيانو چې له ایران سره هملاسي دي، په وروستیو اونیو کې یې د سره سمندرګي په سوېل کې د باب المندب تنګي کې په بار وړونکو بیړیو باندې ډیر بریدونه کړي دي.

دغه ډله وايي چې دا بریدونه په غزه کې د اسراییل د جګړې په ځواب کې کوي.

د سینټ کام په وینا، د نن یکشنبې (مرغومې ۱۰مې) نیټې برید د نومبر له ۱۹مې راهیسې په نړیوالو کښتیو باندې د حوثیانو شلم برید دی.

نور خبرونه

رادیو