د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي؛ د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا مهم ښار نیولی دی.
مارینکا چې د دونتسک سیمې ته د مهمې دروازې په توګه ګڼل کیږي او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
یوه اوکرایني قوماندان هم د دغه ښار سقوط تایید کړی دی.
ښاغلي شویګو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې یرغلیزو روسي قطعو د دونتسک څخه بهر محافظت شوې سیمه هم نیولې ده.
ښاغلي شویګو د سې شنبې په ورځ پوتین ته وویل، چې روسي ځواکونو په اوکراین کې خپل ځوابي عملیات بند کړي او اوسمهال په ټولو جبهو کې پرمخ ځي.
د مارینکا ښارګوټی چې د دونتسک سویل لویدیز په پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لري، یو وخت د لسو زرو خلکو د اوسېدو ځای و.
دغه ښار اوس په یوې کنډواله بدله شوی دی.
په تېرو کلونو کې د روسیې د ملاتړو ځواکونو له خوا د دونتسک او لوهانسک د ځینو برخو له نیولو سره - سره دغه ښار د جګړې پر مهال د اوکراین په لاس کې پاتې شوی و.