په سرېلنکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري د طالبانو پر ضد د اسټرالیا تازه بندیزونو ته په غبرګونه کې ویلي چې دغه هېواد داسې مهال د نړیوالو سیاستونو په مرحله کې زړور او اخلاقي ګام پورته کړی چې ډېری حکومتونه د لنډمهالو سیاسي ګټو لپاره د بشري حقونو موضوع څنډې ته کوي.
محمد اشرف حیدري په اېکس لیکلي چې دا پرېکړه نه یوازې د اسټرالیا «اصولي او انسانمحوره سیاست» څرګندوي، بلکې د افغانانو لپاره هم د هیلې یوه نوې نښه ده.
پخواني سفیر په خپل تازه اېکس پوسټ کې ټینګار کړی: «نړۍ وال مشرتابه د زبرځواک مقام ته اړتیا نه لري، استرالیا وښوده چې اخلاقي روښانتیا او سټراټیژیک لید کولی شي د نړیوال سیستم د رامنځته شوې تشې ځای ونیسي.»
نوموړي د افغانانو په استازیتوب له اسټرالیا مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اکثریت خلک د طالبانو واکمني ردوي او د هغوی د بهرنیو ملاتړو اجنډاوې نه مني.
هغه زیاتوي: «افغانان به هېره نه کړي چې استرالیا په هغه وخت کې د خپلو بشري او قانوني مسولیتونو ملاتړ وکړ چې نورو هېوادونو پرې سترګې پټولې یا یې تر پښو لاندې کول».
حیدري دا پرېکړه د «عادلانه او سولهیزې نړۍ لپاره اړین مشرتابه» بللې او زیاته کړې یې ده چې نړیوالو ته اوس د داسې هېوادونو اړتیا ده «چې د ازادۍ له پلویانو سره ودرېږي».

