په بلخ ولایت کې د پلاستیکي بوجیو او تارونو نوې فابریکه فعاله شوې، چې طالب چارواکي یې د اقتصادي ځانبساینې او کارموندنې لپاره مهم ګام بولي. په دې فابریکه کې په ورځنۍ کچه د ۲۰ټنه تولید ظرفیت شته او ۲۰۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د بلخ ولایت مقام د مالوماتو له مخې، په دې فابریکه کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د ورځي شل ټنه تولید ظرفیت لري. د فابریکې د عمومي مدیر محمد عاصم انصاري په وینا، په دې کارخونه کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې بازار ته خپل تولیدات وړاندې کړي.
ددغه نوې فابرېکې په تړاو په بلخ کې د طالبانو والي محمدیوسف وفا ویلي: «د هېواد اقتصادي ثبات د حکومت لومړیتوب دی، د هرې نوې فابریکې په پرانیستل کېدو سره ګڼو کسانو ته د کار زمینې برابرېږي او هېواد اقتصاد په حرکت راځي».
بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د دغه فابریکې په اړه په ایکس لیکي: «دا بورۍ او فارسلان مخکې د نورو هېوادونو لهخوا راوړل کېدې، اوس یې بلخي ولسونه او مسولین سره یو لاس شول، او د خودکفایې لپاره یې بلخ کې دا ستره د فارسلانو او بوریو فابریکه فعاله کړه، چې شاوخوا ۳ میلیونه بورۍ او فارسلان په کال کې تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي».
د یادونې ده چې په وروستیو کې په بلخ ولایت کې ګڼې نوې فابریکې فعالې شوې چې د صنعت د پیاوړتیا او د کارموندنې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

