د افغانستان د مخکېني اسلامي جمهوریت د ډېپلوماټیکو او قونسلګریو ماموریتونو همغږۍ شورا د اسټرالیا له لوري د طالبانو پر مشرتابه د هدفمندو بندیزونو او سفري محدودیتونو اعلان ستایلی او دا یې د بشري حقونو او عدالت لپاره یو تاریخي او الهامبښونکی ګام بللی دی.
د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسټرالیا د نړۍ په کچه د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره خپلواکه بندیزي چوکاټ رامنځته کړ او پر هغو طالب مشرانو یې بندیزونه ولګول چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکو ازادیو مخه یې نیولې، عدالت یې له منځه وړی او د ښې حکومتولۍ د له منځه وړلو مسؤلیت هم لري.
شورا ټینګار کړی چې دا پرېکړه د اسټرالیا د «ثابت دریځ، بشري ارزښتونو او د قانون حاکمیت» ښکاره نښه ده او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د افغانانو پر ضد شوي ظلمونه به بې ځوابه نه پرېښودل کېږي.
شورا همداراز هغو هېوادونو مننه څرګنده کړې چې د طالبانو پر ضد د حسابورکونې په برخه کې ګډو هڅو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په داسې وخت کې چې افغانستان د استبداد له امله چوپ کړی شوی، هغه سفارتونه چې د طالبانو له نفوذه ازاد پاتې دي، د «قانوني استازولۍ، ډېموکراټیکو ارزښتونو او د ازادۍ او سولې د هیلو» بېلګه دي.
د همغږۍ شورا په پای کې ډاډ ورکړی چې دوی به د افغانانو د حقونو د ساتنې، د عادلانه او ټولګډونه راتلونکي د لید د ژوندي ساتلو، او د نړیوالو شریکانو سره د ګډو ارزښتونو د دفاع لپاره خپله ډېپلوماټیکه مبارزه جاري وساتي.

