د طالبانو د خوست والي عبدالله مختار وايي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو سره د پاکستان لهخوا په اړيکو کې رامنځته شوې ترینګلتیا د پاکستان د ولسونو او سياسيونو دريځ نه دی.
نوموړی زیاتوي، دا ستونزه د یوې کوچنۍ او شریرې پوځي کړۍ د نامسووله کړنو پایله ده، چې عامه ملاتړ نه لري.
د طالبانو د خوست ولایت رسنیز دفتر نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې عبدالله مختار دا څرګندونې د مرکز اړوند جامعه امدادالعلوم لټک مدرسې د طالبانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
دغه راز د طالبانو د خوست والي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د پاکستان ولسونو د کډوالۍ پر مهال د افغان کډوالو رښتینی خدمت ترسره کړی او له همدې امله افغانان د هغوی د نيک چلند څخه منندوی دي.
دا څرګندونې په داسې حال کیږي، چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس علي محمد حقمل وایي چې پر سپین بولدک کې د تېرې شپې جګړې له امله د پاکستاني ځواکونو په مرمیو ۳تنه افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
هغه ویلي، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او ځايي اوسېدونکي دي.

