په لوګر کې د ۶۵ جوړو د ډلهییز واده مراسم د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او همکارۍ د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) د پل علم ښار په سپورټي لوبغالي کې ترسره شول. د دغو ځوانانو ودونه له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلي و.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مراسمو کې د طالبانو له یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د زومانو او ناوېګانو د کورنیو غړو هم ګډون درلود.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعامالله صلاحالدین دغو جوړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: «د اسلام مبارک دین د نکاح او واده په برخه کې څرګندې لارښوونې لري، خو ناوړه دودونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»
په سعودي عربستان کې د لوګریانو د مسافرو استازي نورمحمد عمرخېل وویل، د دغه ډلهییز واده مراسمو په ترسره کېدو کې د دغه ولایت د ټولو مسافرو زامنو پراخه مالي ونډه اخیستې ده.
د یادونې وړ ده، چې د یو شمېر ملي سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۵ زومانو لپاره د کور د اړینو وسایلو «جهیز» ۲۲۰ قلمه بېلابېل توکي هم برابر شوي و.

