د طالبانو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، فراه ولایت کې یې محتسبنیو ۳کسان په بازارونو کې د جعلي افغانیو کارولو په تور نیولي دي. د یاد وزارت مسولین زیاتوي چې د غیر شرعي کړنو په وړاندې یې جدي اقدامات روان دي.
د طالبانو امربالمعروف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان د نږدې ۳۰،۰۰۰ جعلي افغانیو سره لاس په لاس نیول شوي. د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان د نورو څېړنو او عدلي پروسې لپاره د دوی اړوندو قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د وزارت د چارواکو په خبره، د امربالمعروف اداره په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او نورو ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه څارنه کوي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د خلکو د حقونو پر وړاندې غیر شرعي اقدامات وکړي.
په دغه خبرپاڼه کې، د امر بالمعروف وزارت له خلکو غوښتي چې که د جعلي پیسو، دوکې او یا هر ډول ناوړه کړنو شاهدان وي، فوری یې راپور ورکړي، څو یاد کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي او د خلکو د مالي خوندیتوب تضمین وشي.

