د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د «بادارانو او د هغوی د خپلو نوکرانو» ترمنځ جګړه ده.
اېمل ولي خان د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه د بادار او نوکر جګړه ده. هغه زیاته کړې: «وګورئ او خوند ترې واخلئ.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) وویل، چې پاکستان لومړی د دوی پر پوستو برید وکړ او دوی غبرګون ته اړ شول.
سره له دې چې د ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمې اوسېدونکې تېره شپه د نښتو پرمهال له خپلو کورونو څخه ووتل، خو د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا ویلي، چې د پاکستان په دې بریدونو کې د یو طالب جنګیالي په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛ طالبانو د سپین بولدک او چمن ترمنځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه.
د جګړې پر مهال د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شول، چې ویل یې: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه لهمنځه یووړل شي.»
سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې.
د طالبانو او پاکستان تر منځ لانجه تازه نه ده، بلکې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې پر ډیورنډ کرښه نښتې رامنځته شوې دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجې د حل لپاره قطر او ترکیې په پرلهپسې توګه منځګړیتوب کړی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند او سولې مذاکرات هېڅ مطلوبي پایلې ته نه دي رسېدلي.
همداراز، د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاویو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې وه. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې وه، چې اوربند به جاري ساتي، خو د طالب چارواکو په اند دا ځل بیا هم پاکستان اوربند مات کړ.

