طالبان: په هېواد کې به د غېر پلان شویو ساحو د ودې او پراختیا مخنیوی وشي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په ۶ ولایتونو تخار، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کابل کې به د غېر پلان شویو ساحو له ودې او پراختیا مخنیوي پيل کړي. طالبانو زياته کړې، له دې اقدام څخه یې موخه د ښارونو منظمه پراختیا، د زېربناوو د ستونزو کمښت او د خدماتو اسانه کول دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه پرېکړه د دوی وزیر نجیب‌الله حیات حقاني کړې ده. په دې پلان سره به لومړی په یادو شپږو ولایتونو کې د غېرپلاني ودانیو او پراختیا مخه ونیول شي او وروسته به دغه پلان نورو ښارونو ته هم غځول کېږي.

حقاني زياته کړې، چې په دې ښارونو کې به د ښاري پراختیا ځانګړي پلانونه جوړ او د ولایتي مسوولینو سره تر شریکولو وروسته عملي شي.

هغه ویلي: «د پلان د عملي کېدو څار به په منظمه توګه ترسره کېږي، څو له غېرقانوني ودانیو او د ښار له عمومي نقشې څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.»

د طالبانو دغه وزارت ټینګار کړی، چې د دې اقدام په پلي کولو سره به د ښاري نظم په ټینګښت، د سړکونو او زېربناوو په سم مدیریت او د ښارونو د راتلونکې پلان شوې ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښاري ژوند ادارې په روان ۲۰۲۵ کال کې خبرداری ورکړی، چې که د غېرپلان شویو ودانیو د جوړېدو مخه و نه نیول شوي او ښاري پراختیا له معیاري پلان پرته ترسره شي، نو ښاري ژوند به له ژور ناورین سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو