یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي

۹ ساعتونه مخکې

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، چې یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي. نوموړي د دغه سوداګر اقدام د بزګرانو او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یو نوښت بللی.

محمد یوسف سعیدي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ویلي، چې دغه ملي سوداګر تر دې مهاله د هرات د یوه خیریه بنسټ د ښوونځي پر زده کوونکو ۶ ټنه انار او د انار اوبه وېشلي‌ دي.

نوموړي د ملي سوداګر دغه نوښت د بزګرانو د ملاتړ او کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په برخه کې ګټور یاد کړی.

طالبانو د نورو سوداګرو څخه د کورنیو تولیداتو د ګټې اخیستنې په برخه کې د ورته نوښت غوښتنه کړې.

اوس مهال په افغانستان د کورنیو وچو او لندو مېوو د تولیداتو موسم. مڼې، انار، نارنج او نور داخلي تولیدات په پراخه کچه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موندل کېږي.

کروندګر وایي، د کورنیو مېوو او تولیداتو کارونه د اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فصلي مېوو د صادراتو په حساس پړاو کې له نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لارې تړلې پاتې دي. د دې بندیز له امله په هېواد کې د تازه مېوو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي، چې نه یوازې د بڼوالو عاید ته یې زیان رسولی، بلکې د مېوو د صادروونکو او عمده سوداګرو پر کاروبار یې هم پراخې منفي اغېزې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو