د طالبانو د پوځ، کورنیو چارو او کانونو وزارت مسوولینو د تخار او بدخشان له طالب والیانو سره یو ځای د شپې ناوخته په بدخشان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه ناسته وکړه.
په ناسته کې د هېواد د امنیتي وضعیت، اقتصادي همکاریو او د سیمهییزو ادارو د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
دغه ناسته د شنبې په شپه (د لیندۍ ۱۵مه) په بدخشان کې ترسره شوه، چې په کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم، لوی درستیز فصیحالدین فطرت، د کانونو وزیر هدایتالله بدري او د تخار او بدخشان والیانو برخه اخیستې وه.
په ناسته کې د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر قوي کېدو او د امنیت د خوندیتوب په موخه ګډ پلانونه او تدابیر شریک شوي.
په بدخشان کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ ادارې رییس حکمتالله اخوندزاده چې په دې ناسته کې یې برخه اخیستې، وايي: «دا ناسته یوازې یوه تشریفاتي لیدنه نه وه، بلکې د امنیتي وضعیت د ارزونې، د اقتصادي امکاناتو پر حرکتونو د بحث او د سیمهییزې ادارې د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم سیاسي مجلس و.»
نوموړي زياته کړې، چې په ناسته کې د نظامي او اقتصادي بنسټونو د قوي کېدو په اړه هم خبرې او صلاح مشورې وشوې.
د دې غونډې نور جزیات لا په بشپړ ډول نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د امنیتي ادارو لوړپوړي مشران په داسې مهال د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره ناسته کوي، چې تېره شپه پاکستان په سپین بولدک کې د افغانستان پر خاوره یو ځل بیا بریدونه کړي دي.

