د طالبانو د ټرافیکو پولیس وایی، له ۵ ورځو راهیسې د هغو موټرو د راټولولو بهیر پیل شوی، چې ثبت شوي نه دي. د طالبانو د ټرافیک پولیسو د تامیناتو مشر حکمتالله سمیر وایي، دې موټرو ته په کابل کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
نوموړي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان خلاف لاس موټر چې ثبت او نمبر ونه لري په کابل کې نیول کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د کابل ښار په پنځو سیمو کې یې د دغو موټرو د راټولولو او له ښاره د اېستلو پروسه شروع کړې.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.
له دې سره هم مهاله د طالبانو ریاست الوزرا څه موده مخکې په یوه حکم کې «امارتي ادارې او مسوولین» مکلف کړي و، چې د افغانستان خلاف لاس موټرو له رانیولو ډډه وکړي.
په حکم کې له مسوولینو غوښتل شوي، چې د افغانستان خلاف لاس وسایطو د ثبت پروسه هم وتړي.
طالبانو ویلي: «په هر ولایت کې د ثبت او نوم لیکني په اساس د افغانستان خلاف لاس موټر یوازې تر خپلو ولایتونو محدود ګرځېدلی شي او بل ولایت ته د تګ اجازه نه لري.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دوې میاشتې وړاندې له خلکو غوښتې، چې د افغانستان خلاف لاس موټرونه ثبت او ورته ځانګړي سټیکرونه واخلي.

