ارشیف

طالبان: په هلمند کې په ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه سوداګریزو توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی

۱۱ ساعتونه مخکې

په هلمند کې طالب مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند له بېلابېلو لارو په ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه خوراکي او غېر خوراکي توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی. سره له دې چې یادو مسوولینو د مبدا هېواد په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو هلمند د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د فرعي ګمرکونو رييس حاجي حقمل وايي، دغه توکي په ۱۷ موټرو کې ځای پر ځای شوي و او چلوونکو یې غوښتل هغه له محصول پرته هلمند ولایت ته وارد کړي، خو تر هغې مخکې یې مخه نیول شوې ده.

نوموړي ویلي: «یو شمېر خلکو د ۱۷ بار وړونکو موټرو په ذریعه غوښتل ۵۹ ټُنه خوراکي توکي لکه انساني درمل، کېله، لېمو، مالټې، ماهیان او ګوړه او غیر خوراکي توکي لکه ټوکر بې محصوله هلمند ولایت ته را وارد کړي، چې د یاد ریاست د اړوندو استازولیو ګرځنده ټيمونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.»
د نوموړي په وینا، د دغې چارې په تړاو ۳۵ کسان نیول شوي او تر لومړنیو پوښتنو وروسته به اړوندو ادارو ته وروپېژندل شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې د هر ډول سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې او یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي لارو د سوداګریزو توکو واردات او صادراتو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو