سویډن حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکو کلونو کې به د پنځو هېوادونو سره خپلې پراختیايي مرسته په څو پړاونو کې پای ته ورسوي او پر ځای به یې له اوکراین سره مرستي زیاتې کړي.
د سویډن د نړیوالې پراختايي همکارۍ او بهرني سوداګرۍ وزیر بیجامین دوسا ویلي، چې حکومت یې پلان لري، څو له زیمبابوې، تنزانیا، موزمبیق، لیبریا او بولیویا سره به په تدریجي ډول خپلې مرستې بندې کړي.
نوموړي ویلي:« اوکراین د سویډن تر ټولو مهم بهرني سیاست او د مرستو پالیسۍ کې لومړیتوب لري. حکومت به په ۲۰۲۶ کال کې اوکراین ته لږ ترلږه ۱۰ میلیارده سویډیني کرونه مرستې زیاتې کړي.»
نوموړي ویلي، چې سویډن به د نورو هېوادنو له پراختیايي بودیجي څخه په راتلوونکو کلونو کې له ۲ میلیارده کرونو څخه ډېرې پیسې راوګرځوي او د اوکراین د بیارغونې او انرژۍ په زیربناو کې په مصرف ورسوي.
دوسا زیاته کړې:«د مرستو لپاره د پيسو چاپولو کوم پټ ماشین نشته او پیسې باید له کوم ځایه ورته برابرې شي.»
د راپورونو له مخې، د سویډن حکومت له ۲۰۲۲ کال راهیسې له لسو زیاتو نورو هېوادونو سره هم خپلې مرستې کمې کړي دي.

