د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نرېندرا مودي، په نوي ډیلي کې د یوې ناستې پر مهال د اوکراین د سولې د هڅو او دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا مفصلې خبرې کړې دي.
د هند لومړي وزیر مودي ټینګار کړی چې هېواد یې د اوکراین د سولې له هرې هیلې او هڅې ملاتړ کوي.
مودي ویلي:«هند بېطرفه نه دی؛ هند یو ښکاره دریځ لري، او هغه د سولې دریځ دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ د سولې لپاره له هر اقدام څخه ملاتړ کوو او د هر هغه ابتکار تر څنګ ولاړ یو چې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه ترسره کېږي.»
پوتین هم د هند له لومړي وزیر څخه د دغه بحران د هوارولو په برخه کې د هڅو مننه وکړه. د هغه په وینا، د هند له حکومت سره یې د اوکراین د وضعیت او هغو ګامونو په اړه خبرې کړې چې روسیه یې د امریکا په ګډون له خپلو څو شریکانو سره د یوه احتمالي سولهییز حل لپاره ترسره کوي.
د روسیې ولسمشر د هند سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به په لوړو ټکنالوژیو، هوایي چلند، فضا، او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ګډ کار پراخ کړي.
پوتین څلور کاله وروسته په داسې مهال هند ته سفر کړی چې موخه یې د سوداګرۍ پیاوړتیا ده. هند د روسیې د نفتو او پوځي وسلو لوی پېرودونکی دی او د مودي حکومت د روسیې له ولسمشر څخه په نوي ډیلي کې تود هرکلی کړی دی.

