سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده. سرچینه زیاتوي، لا هم له سیمې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې او لومړی یې د سپين بولدک- چمن دروازې ته څېرمه پر صداقت کنډک بریدونه وکړل او بیا وروسته افغان طالبان ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
د سرچینې په وینا، له دغې جګړې سره د سپين بولدک- چمن تر منځ پر عمومي دروازه هم جګړه پيل شوې او ویل کېږي د پاکستان له لوري توغندي پر استوګنې کورونو هم لګېدلي او ځايي اوسېدونکي هڅې کوي چې خوندي ځایونو ته ځانونه وروسوي.
د سیمې یوه اوسېدونکي سید محمد افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، دمګړۍ له خپله کوره له ټولۍ کورنۍ سره وتلی او د بولدک ولسوالۍ پر خوا روان دی او په وینا یې، زرګونه نور کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي له کورونو د وتلو په حال کې دي.
سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان تر منځ بیا جګړه پيل شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو
لا تر اوسه افغان طالبانو او پاکستاني لوري د دغې جګړې په تړاو څه نهدي ویلي او همداراز د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نشته.

