شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر ټینګار کړی، چې طالبان باید د ترهګرۍ خلاف کړې ژمنې عملي کړي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان لومړي وزیر سادر جباروف په اسلام‌اباد کې د یوې ناستې پر مهال ټینګار کړی، چې پر افغانستان واکمن طالبان باید د سیمې ثبات او امنیت په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

له اسلام‌اباده د خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې راپور کې راغلي، چې دواړه لوریو ټینګار کړی؛ څو پر کابل واکمن طالبان د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې د عملي، باور وړ او اغېزمنو ګامونو په اخیستلو سره لرې کړي.

راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر سادر جباروف د یوه با ثباته، ارام او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر روحیه ولاړ افغانستان پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړه لوریو وویل، که طالبان خپلو امنیتي ژمنو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دا به د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره مستقیم ګواښ وي.

د دواړو هېوادونو مشرانو یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې د سوېلي او منځنۍ اسیا د سولې او ودې راتلونکی د یو با ثباته او مسوولیت منونکي افغانستان پرته ناشونی دی. دوی له طالبانو وغوښتل، د هغو سختدریځو ډلو د مخنیوي لپاره بې‌درېغه او ارزول کېدونکي ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو پر ضد کار اخلي.

اسلام‌اباد په وار، وار ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو افغان طالبانو د دوی ضد وسله‌والې ډلې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» ته په خپله خاوره کې ښکاره پناه ځایونه ورکړي او د هغوی ملاتړ هم کوي. بل لوري پر کابل د واکمنې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ټینګار کړی، چې دوی د پاکستان ضد ډلو ته ځای نه‌دی ورکړی او دغه هېواد کې روانې نا امنۍ د اسلام‌اباد داخلي ناکامي ده.

په دغه خبرو کې دواړه هېوادونو د افغانستان ترڅنګ د سیمې امنیتي وضعیت، نړۍوال بدلونونه، د شخړو د سوله‌ییزو حل لارو او د نړۍوالو قوانینو پر رول هم بحثونه وکړل.

د قرغزستان د ولسمشر د سفر پر دوام، پاکستان او قرغزستان د انرژۍ، سوداګرۍ، کانونو، پوهنې، کلتور، ګرځندوی او کرنې په برخو کې ۱۵ ګډ اسناد لاسلیک کړل. دواړه هېوادونو هوډ څرګند کړ، چې دوه اړخیز سوداګریز حجم به تر ۲۰۲۸کاله پورې ۲۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو