له تهران نه د ۵۰۰ناقانونه بهرنیانو وتل؛ ایرانی چارواکی: ۶۵سلنه کسان په خپله خوښه ستانه شوي

۲ ورځې مخکې

د ایران د تهران ولایت د بهرنیانو او کډوالو چارو سرپرست اعلان کړی، تر اوسه پورې له دغه ولایت څخه تر ۵۰۰زره ډېر هغه بهرنیان وتلي چې د قانوني اسنادو پرته مېشت وو. د ده په وینا؛ نږدې ۶۵ سلنه دغه کسان په خپله خوښه او خپله پېژندګلوۍ بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

وحید ګلي‌کاني چې په دماوند ولسوالۍ کې یې د بهرنیانو د چارو د ارزونې په غونډه کې خبرې کولې وویل، د بهرنیانو د حضور سمبالول د تهران ولایت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. هغه څرګنده کړه، ټولې چارې د دې لپاره روانې دي چې ناقانونه مېشت وګړي په درناوي سره خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د قانوني اسنادو لرونکو کسانو حضور په منظم ډول اداره شي.

د هغه په وینا؛ په کار ځایونو کې د ناقانونه بهرنیانو د ګومارنې خلاف اقدامات د دې لامل شوي، چې دغه وګړي ووځي.

د دغه ایراني چارواکي په خبره، د ناقانونه مېشتو پراخ وتل نه یوازې پر ښاري او ښوونیزو بنسټونو فشار کموي؛ بلکې د عامه خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو او د ایرانیانو لپاره د کار د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو لاره هم هواروي. ویل کېږي، په دې ډله کې افغان کډوال هم شامل دي چې له تهران نه اېستل شوي دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه پورې له ایران نه څه باندې ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. هم‌مهاله پاکستان هم د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل کړی او تر اوسه پورې یې شاوخوا یو مېلیون کډوال په تېر یوه کال کې اېستلي دي. د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هره ورځ پولیس د افغانانو کورونو ته ننوځي، دروازې یې ماتوي او تر زنداني کېدو وروسته یې افغانستان ته ډیپورټ کوي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو له پاکستان او ایران نه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په جبري توګه دې د دوی له اېستلو ډډه وکړي؛ خو دواړه هېوادونو دغه غوښتنو ته چندان ارزښت نه‌دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو