د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د منځګړیتوب لپاره د ترکي پلاوي سفر اسلام اباد ته د طالبانو د نه همکارۍ له امله ځنډول شوی دی.
اسلام اباد ته د پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په باکو کې د لیدنې پرمهال کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري غونډې پرمهال ویلي، چې پاکستان د یاد پلاوي د ورتګ لپاره بشپړ چمتوالی درلود.
نوموړي زیاته کړې:«زما په اند پلاوی د مهال وېش له محدودیت او یا هم ښايي د طالبانو د همکارۍ نشتون له امله ځنډول شوی وي»
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د ترکیې پلاوي سفر د ځنډ په دې اړه دې طالبان وپوښتل شي؛ پاکستان پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.
د ترکيي پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په باکو کې د لیدنې پرمهال کړی و او وروسته بیا په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو هم د لیندۍ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د ترکیې د استخباراتو د مشر او څو نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون پلاوی به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

