د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د قرعه کشۍ په څنډه کې د فیفا د سولې جایزې د ترلاسه کولو د احتمال په اړه ویلي «دا لا روښانه نه ده چې ایا ماته به جایزه راکړل شي یا نه؛خو زه جایزې ته اړتیا نه لرم.»
هغه زیاته کړه:«ما اته جګړې پای ته ورسولې. ما د سولې جایزې په اړه اوریدلي دي خو زه دلته د خپل هیواد استازیتوب لپاره یم.»
ټرمپ زیاته کړه: «ما اته جګړې پای ته ورسولې. نهمه جګړه زمونږ پر وړاندې ده چې هیڅوک یې پای ته نشي رسولي. زه واقعیا غواړم ژوند وژغورم. زه به ډېر ژوندونه وژغورم.»
ټرمپ وایي: «چې د یو کال دمخه زموږ هیواد یو مړ هیواد و او اوس موږ په نړۍ کې تر ټولو ګرم هیواد یو. زه غواړم یو لوی هیواد اداره کړم.»

