پاکستاني سوداګر: د لارو بندېدو له امله مو د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه وتلي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړلو پاتې کېدو په دوام سوداګرو ویلي، چې صنعتي محصولات، خام مواد او نور بېلابېل توکي چې ارزښت یې میلیاردونو روپیو ته رسیږي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي.

دوی زیاتوي، اوس پاکستان د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړې دي.

د پاکستان د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې غړو او سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړلو پاتې کېدو له امله پاکستان په چټکۍ سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړي دي.

پاکستاني سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې:«دوه اړخیزه سوداګرې مړه شوې ده.»

یادو پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له یوې خوا د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو سره د ګڼو توکو د پر وخت رسولو قراردادي مکلفیتونو کې پاتې راغلي او له بلې خوا پر کرښه بند پاتې بار لاریو لپاره د توقف او نور اضافي لګښتونو هم ورته سخت زیان رسولی دی.

پر همدغه مهال د پاک ـ افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ویلي، چې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم تر پنځه میلیاردو ډالرو رسېده، خو د روانې بې ثباتۍ له امله اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم یوازې ۷۰۰ تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته راټېټ شوی دی.

نوموړي ویلي، چې تېرې دوه میاشتې په دوامداره توګه د لارې بندېدو له امله د پاکستان ملي اقتصاد او دد عوایدو تولید له یو خطرناک حالت سره مخ شوی او بیارغول به یې خورا ستونزمن وي.

سرحدي زیاته کړې:«په دوه میاشتو کې افغانسستان ته د صادراتو د ځنډ او د عرضي د سلسلې د بشپړې مایتېدو له امله د باروړونکو، تصفیه کوونکو او ورځنۍ کارګرانو ستونزې جدي پړاو ته داخل شوي دي.»

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، د سوداګرو لپاره دې د مرستې یو جامع تګلاره رامنځته کړي او د توقف او ځنډولو لګښتونه دې سل په سلو کې معاف شي.

د سرحدي سوداګرۍ خونې پخواني رییس ذاهدالله شینواري ویلي، چې د بیا ځلي لپاره د افغانستان او مرکزي اسیا بازارونه ترلاسه کول سخت وی؛ ځکه اوس پر هغو بازارونو ایراني او هندي توکو ولکه ټینګه کړې ده.

شینواري ډان ورځپانې ته ویلي دي:«زموږ ډېری توکي یا له منځه تللي یا یې تاریخ تېر شوی دی، ځکه چې د اوږدې مودې ځنډ له امله مرکزي او ایالتي حکومتونه چمتو نه دې چې زموږ زیان جبران کړي.»

سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله د ټوکر، درملو، ساختماني مواد، سمنټ، وریجې، جوار، کرنیز ماشینونه، برقي وسایل، د موټرو پرزې، اوړه او نورو توکو بار سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او ځیني مواد د خرابیدو او تاریخ تېریدو له ګواښ سره هم مخ دی.

د سوداګرو په وینا، چې ډیریو سوداګرو ځیني توکې بېرته محلي بازارونه ته ورګرځولي او په تاوان یې پلورلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ لانجې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي او افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ حجم زیات کړی دی.

نور خبرونه

رادیو