طالبان د شمالي ولایتونو د سرحدي سیمو د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړوي

پرون

په شمال لویدیځ زون کې د طالبانو والیانو او نورو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ په شمالي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت ټیګښت لپاره د زر کسیزې قطعې جوړولو په موخه ناسته کړي ده.

د طالبانو د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد یوسف وفا په مشرۍ د شمال لودیځ زون د والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د طالبانو د ۲۰۹ قول اردو مرستیال او د بلخ د نظامي محکمې رییس د سمګان ولایت په ایبک ښار کې د همغږۍ ناسته ترسره کړي ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې د شمال لویدیځ زون د امنیت ټینګښت او د سرحدي سیمو د چټک امنیتي مدیریت لپاره د زر کسیزې قطعې د جوړېدو په اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د بلخ د والي ویاند ویلي، چې جوړیدونکې زر کسیزه قطعه به د اړتیا پر وخت سرحدي سیمو ته ځان رسوي.

طالبانو پر داسې مهال د افغانستان په شمالي لایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت ټینګښت لپاره د زر کسیزې قطعې جوړولو خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان له خاورې د تاجکستان لوري ته په دوو بریدونو کې د درې چینايانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره جمعه د لېندۍ ۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د چینايي وکړو وژنه غندلي وه او ویلي و، چې په یاده پېښه کې هغه کړۍ لاس لاس لري چې په سیمه کې د ګدودۍ، بې ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي.

نور خبرونه

رادیو