د جرمني پارلمان په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنو ځوانانو لپاره د رضاکارانه پوځي خدمت قانون تصویب کړ.
دا قانون ټولو هغو ځوانانو ته چې په ۲۰۰۸ کال کې زیږېدلي وي، اجازه ورکوي چې په رضاکارانه ډول په پوځ کې شامل شي خو که د امینتي ځواکونو کمښت رامنځته شي نو بیا به یې اجباري کړي.
دا قانون د روسیې له ګواښونو او د میاشتو بحثونو وروسته تصویب شو، چې یو دوه ګونی سیسټم رامینځته کړي چې په پیل کې به د غوره مالي ګټو سره د رضاکارانو په جذبولو تکیه وکړي او که چیرې کافي رضاکاران نه وي، قانون جوړونکي کولی شي د اړتیا پر بنسټ د پوځ خدمتونه فعال کړي.
دا قانون د جرمني د وسله والو ځواکونو د اندازې زیاتولو او په ټوله اروپا کې د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه تصویب شوی دی.
د دې قانون له مخې، په جرمني کې ټولو ۱۸ کلنو ځوانانو ته به د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه یوه پوښتنلیک واستول شي ترڅو معلومه کړي چې ایا دوی د وسله والو ځواکونو سره د یوځای کیدو لېوالتیا لري.

