ترکیې له داعش سره د تړاو په تور له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي

۲ ورځې مخکې

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۳۳کسان د داعش ډلې سره د احتمالي اړیکو او مالي همکاریو په تور نیولي دي.

د نوموړي په وینا، دا پراخ عملیات د دوو اوونیو لپاره روان وو او په ترڅ کې یې ۵۱تنه بند ته لېږل شوي، خو د نورو کسانو پلټنې لا هم روانې دي.

یرلی‌کایا پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې عملیات په ۳۳ښارونو کې د بېلابېلو امنیتي بنسټونو په همغږۍ ترسره شوي دي. په دغو ښارونو کې انقره، استانبول، انتالیا، سامسون او شانلی‌اورفا هم شامل دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د نیول شویو کسانو له ډلې د ۲۴کسانو قضایي نظارت صادر شوی او د پاتې کسانو دوسیې لا ارزول کېږي.

نیول شوي کسان د داعش غړیتوب او د دې ډلې د مالي ملاتړ په تور څېړل کېږي. دا عملیات د پولیسو د استخباراتو عمومي ریاست، د ترهګرۍ ضد مبارزې ریاست او د ترکیې ملي استخباراتو سازمان (میت) په ګډه ترسره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو