په اسلاماباد کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام سفیر نجیبالله عليخېل ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی سیاسي او سوداګریز کړکېچ په نږدې راتلونکي کې د حل وړ نه ښکاري. هغه وایي، د دواړه خواوو ترمنځ به فشارونه او لفظي شخړې تر ډېره دوام وکړي.
نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې زیاته کړې، پاکستان لا هم د سیمې په کچه سیاسي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلاره مخته وړي او له اقتصادي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلارې سره چندان لېوالتیا نهلري.
دغه مخکېنی سفیر وایي، پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې هم تل سیاسي چلند کړی او په مستقیمه توګه یې سوداګري تر سیاسي اغېزو لاندې راوستې. هغه زیاته کړې، افغانستان بدیلو سوداګریزو لارو ته سخته اړتیا لري. عليخېل لیکي: « د ایران بندر عباس او چابهار مرکزي اسیا او هم په راتلونکې کې د لاجورد لار او د واخان دهلېز مهمې لارې دي. خو له دغه مسیرونو لازمه ګټه اخیستل به هم وخت ته اړتیا ولري او هم له ځینو ننګونو سره مخ دي».
د نوموړي په وینا؛ د امریکا له لوري پر چابهار تحریمونه په ډاګه کوي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره دغه مسیر په اوږد مهال کې چندان د ډاډ وړ نهدی. هغه وړاندې زیاتوي: «ښایي ایران هم د افغانستان شرایطو او احتیاج ته په کتو، په راتلونکې کې د اوبو او نورو مسایلو په هکله، ځینې نوې غوښتنې مطرح کړي».
دغه مخکېنی افغان سفیر په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژنې ته په اشارې سره وایي، د سیمې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نهدی او دغه ډول پېښې به د افغانستان پر مسایلو اغېزې ولري او ښايي نوې ننګوونې رامنځته کړي. د دغه پخواني چارواکي اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې یې هم سره بندې کړې دي. هممهاله پاکستان د افغان کډوالو اېستلو تګلاره غوره کړې او په نړۍوالو ناستو کې یې پر کابل واکمن طالبان تورن کړي، چې د «ټيټيپي» په ګډون یې د دوی ضد وسلهوالو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

