طالبانو په کندهار کې د انساني قاچاق په تور د ۲۴ کسانو له نیولو خبر ورکړ

۳ ورځې مخکې

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، په تېرو دوو اونیو کې یې ۲۴ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي دي.طالبانو زياته کړې، چې نیول شویو کسانو غوښتل ۶۸ هېوادوال پر قاچاقي‌ لارو ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي.

د یادې قومندانۍ مسوولینو د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) ویلي، چې دغه کسان یې د بېلابېلو کشفي عملیاتو په ترڅ مهال نیولي‌ دي.

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له‌مخي، نیول شویو انساني قاچاق وړونکو غوښتل همدغه کسان د پیسو په بدل کې په قاچاقي لارو ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدوي.

طالبانو ویلي، د ۶۸ هیوادوالو په ډله کې کم عمره ماشومان هم شامل و او ټول یې بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو خبرداری ورکړی، چې د انساني قاچاق پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ له امله یو شمېر هېوادوال د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره په مرګونو او ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو ته روان دي، خو ډېر کم یې خپل منزل ته رسېږي او ځينې یې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو