د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي، پاکستان له افغانستان سره ځانګړې اړیکې لري او دا اړیکې په کابل کې حکومتونو ته له پام پرته پالل کیږي.نوموړي زیاته کړې: «تجربو ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ښايي اوږد مهاله نهوي.»
اصف دراني د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري او د خلکو تګ راتګ بیا پیل شي.نوموړي ویلي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس دی او د حکومتونو ادلون او بدلون پرې اغیز نهکوي.
دراني ټینګار کړی: «دواړو غاړو ته ولسونه یو له بل سره مینه لري، دا اړیکې باید په راتلونکي کې د قوي دلیل لپاره پاتې شي.»
په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې او له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ ترڅنګ د خلکو پر مخ هم د تګ راتګ لارې بندې دي.
طالبانو له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره سوداګرۍ پای ته ورسوي او دوی ورته بدیلي لارې پيدا کوي.
پاکستان بیا په خپل هېواد کې د ناامنی د کابو کولو لپاره له افغان طالبانو د مرستې غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې افغان طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې سخت دريځ غوره کړي.
خو طالبان بیا دا مسله د پاکستان خپل منځي ستونزه یادوي او د نه مداخلې خبره کوي.

