د جهان شاه صافي ورور: زما ورور د داعش خلاف مبارزه کوله

۳ ورځې مخکې

د جهان شاه صافي ورور ضیاءالحق صافي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ورور یې له داعـ،ـ.ش ډلې سره هېڅ ډول اړیکې نه لري، بلکې د یادې ډلې خلاف مبارز و. نوموړي ویلي، چې پر ورور یې د امریکا د کورني امنیت له خوا لګول شوی تور بې اساسه دی او دوی د خپل حیثیت اعاده غواړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا د داعش په ملاتړ د تورن جهان شاه صافي ورور، ضیاءالحق صافي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پر خپل ورور د امریکا له خوا لګول شوی تور ردوي.

نوموړي ویلي، چې ورور یې د داعش ډلې ملاتړی نه بلکې، د یادې ډلې پر خلاف مبارز شخص دی.

ضیاءالحق صافي افغانستان انټرنشنل ته وویل:« جهان شاه په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې دندې ترسره کړې دي او د داعش پر ضد عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده، هغه باندې لګیدلی تور مطلق دروغ دی.»

ضیاءالحق صافي د امریکا د کورني امنیت وزارت د هغې ادعا په اړه چې ګواکې د نوموړي پلار له داعش سره تړاو درلود او جهان شاه یې مالي ملاتړ کاوه وايي:«زموږ پلار د جمهوري حکومت په لومړیو کلونو کې د کونړ والي و، له هغې وروسته یې عمر زیات شو، ناروغ شو، بیا د ۲۰۲۲کال په فبروي کې ومړ. موږ دلته خپل ژوند کوو، ورور مو په امریکا کې خپل ژوند کوي.»

نوموړي ویلي، چې جهان شاه د خپلې دندې پرمهال په ننګرهار او کونړ کې د داعش پر ضد عملیاتو کې دوه ځله ټپي شوی هم دی.

د جهان شاه صافي ورور وايي، چې نوموړی د تېرجمهوري حکومت پرمهال د ملي امنیت عمومي ریاست اړوند د کونړ، لغمان، ننګرهار او د جمهوري نظام د پرځیدو پرمهال په کونړ کې د ملي امنیت د رییس پر دنده پاتې و.

د نوموړي په وینا، د امریکا حکومت دې پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه له سر غور وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل او د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات هم د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا پر جهان شاه صافي د لګول شويو تورونو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې جهان شاه صافی د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو له خورا فعالو او اغېزناکو افسرانو و.

نور خبرونه

رادیو