اروپايي ټولنې له افغانانو سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ

۲ ورځې مخکې

د اروپايي ټولنې د ملکي خونديتوب او بشري مرستو عمومي عملياتي مشر اندریاس پاپا کونستانتینو د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) د طالبانو د رييس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې له افغانانو سره د اروپایي ټولنې د همکاریو له دوامه ډاډ ورکړ.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ارګ د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافيرې ویرونیکا بوسکویچ هم حضور درلود، اندریاس پاپا کونستانتینو زیاته کړه: «اروپايي ټولنه په خپلواکه توګه عمل کوي او هڅه کوي د خلکو اړتياوې په دقیق ډول تشخيص او له افغان ملت سره اغېزناکې مرستې وکړي.»

نوموړي همداراز وويل، اروپايي ټولنه ځوانانو ته د کارموندنې او راستنو شويو کډوالو سره د همکاریو پر پروګرامونو کار کوي او د بشري بنسټونو له‌خوا د لا زياتو مرستو برابرولو لپاره هڅه کوي.

په دې کتنه کې د طالبانو د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي له راستنو شويو کډوالو او زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه.

حنفي له اروپايي ټولنې سره د افغانستان د نيکو اړيکو يادونه وکړه او په سياسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې يې د اړيکو پر پياوړتيا هم ټينګار وکړ.

عبدالسلام حنفي دا هم وویل، چې د تپل شویو جګړو له امله افغانانو ډېر زيانونه ليدلي او په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته اړتيا ليدل کېږي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړه، چې د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هېڅ ډول ستونزه نشته او طالبان د متقابل احترام پر بنسټ له ټولې نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دي.

د حنفي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، هېڅ اروپايي هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو