د بشري حقونو شورا: له عمران خان سره د خپلو خویندو پر لیدو بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

۲ ورځې مخکې

له هغه وروسته، چې د پاکستان پوځ پخواني لومړي وزیر عمران خان ته له خپلو خویندو سره د لیدو اجازه ورنه‌کړه اوس د دغه هېواد د بشري حقونو شورا دا بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. دغې شورا زیاته کړې: «دا اقدام غیر اخلاقي او له کورنیو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.»

د پاکستان د بشري حقونو شورا د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو نړۍواله اعلامیه او د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال تړون هر زنداني ته دا حق ورکوي، چې له خپلې کورنۍ سره وګوري.

دغې شورا همداراز له خپلو خویندو سره د عمران پر لیدنې بندیز د پاکستان د اساسي قانون تر پښو لاندې کول ګڼلي دي.

دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د یوه زنداني په شخصي ژوند کې دې غير قانوني لاسوهنې سمدستي ودروي او له خان سره دې د هغه د کورنۍ لیدنې ته وخت ورکړي.

پاکستاني پولیسو چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې (د لړم ۲۷مه) د دغه هېواد د «اډیاله» زندان شاوخوا نیولې وې، له څو ساعتونو زنداني کېدو وروسته خوشې کړې.

علیمه خان وروسته له هغه د پولیسو له‌ خوا ونیول شوه، چې اډیاله زندان ته نږدې یې د پرلت پای ته رسولو له وړاندیز څخه انکار وکړ. نوموړې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د ملاقات اجازې نه‌ترلاسه کولو په غبرګون کې پرلت کړی و.

نور خبرونه

رادیو