په نړۍوالو رسنیو، سیاسي بحثونو او ټولنیزو شبکو کې افغان کډوال ډېر وخت د شک، بدګومانۍ او منفي روایتونو تر سیوري لاندې یادېږي.
له امریکا تر اروپا او له منځني ختیځه تر اسټرالیا پورې د افغان کډوالو په اړه یو لړ کلیشې، شکمنې خبرې او سیاسي تبلیغ تکرارېږي چې له حقیقته لېرې دي.
ښايي پوښتنې ډېرې وي، خو یو څو پوښتنې چې ډېرې عامې دي باید د بحثونو محور وګرځي او دا وپوښتل شي چې ولې افغان کډوال د نړۍ د منفي قضاوت اسانه هدف ګرځي؟ ملتونه څنګه په نړۍوال ذهنیت کې تورنیږي؟
تاریخ ښيي چې د یوه ملت د بدنامولو پروسه یوازې پر افغانانو نه ده تمامه؛ بلکې دا یوه تکرارېدونکې نړۍواله پدیده ده، چې تر ډېره یا د جګړې، یا د اقتصادي فشار، یا د سیاستوالو د اړتیاوو له امله رامنځته کېږي.
په اتلسمه میلادي پېړۍ کې کله چې زرګونه ایرلنډیان امریکا ته کډوال شول، رسنیو او سیاستوالو هغوی د "ناپاکو، نارامه او خطرناکو خلکو" په نوم یادول. په هټيو او کارځایونو کې لوحې لګېدلې وې چې پرې لیکل شوي وو: "ایرلنډیان مه ګومارئ."
همدا رنګه په ۱۹مه پېړۍ کې څو جنایي پېښې د دې سبب شوې چې ټوله ایټالیايي ټولنه د "مافیا" مترادف وګڼل شي. رسنیو د څو کسانو جرمونه د میلیونونو انسانانو پر وړاندې د قضاوت بنسټ وګرځاوه.
بل خوا په اروپا کې د یهودانو په اړه مبالغه امېزه روایتونه او تورونه د هولوکاسټ غوندې فاجعو ته زمینه برابره کړه. چې له مخې یې څو کیسې او جمعي تبلیغ د یوه ملت ژوند بدلوي.
د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، میلیونونو مسلمانانو د هغو کسانو د کړنو قیمت ورکړ چې له هغوی سره یې هېڅ تړاو نه درلود. دا هماغه میکانیزم دی چې اوس افغانان ورسره مخ دي.
دا تاریخي پس منظر ښيي چې کله جګړه، سیاست او ناپوهۍ سره یو ځای شي، هر ملت کولای شي د ناسم تصور قرباني شي.
د افغان کډوالو د بدنامۍ عصري سرچینې
افغانستان نږدې نیمه پېړۍ د جګړې له نوم سره تړل شوی. نړۍوال ذهنیت ته په دوامداره ډول دا پیغام تللی دی چې:
- افغانستان = جګړه
- افغانستان = طالبان
- افغانستان = بېثباتي
کله چې یو هېواد یوازې د جګړې له لیدلوري نړۍ ته ښکاره شي، خلک یې عادي وګړي هم د همدې چوکاټ لاندې قضاوتوي.
نړۍوالې رسنۍ د افغانستان په اړه تر ټولو ډېر د جګړې، د طالبانو د جبر، جګړې، بې ثباتۍ او داعش خبرونه راخلي چې په عامه ذهنیت کې د افغانستان تصویر په منفي بڼه تعبیریږي.
په رسنیو کې د عادي افغان ژوند، د هغوی د کار، زده کړو، پرمختګ او مدني فعالیتونو پوښښ ډېر کم دی.
خبرونه تل د بحرانونو پر لور ځغلي او دا رجحان یو هېواد د نړۍوالو په ذهن کې د ورته بحرانونو دوامداره سرچینه ګرځوي.
د رسنیو او سیاسیونو له خبرونو او خبرو متاثره نړۍوال چې کله یو افغان د اروپا یا امریکا په کوڅه کې وویني، ذهن ته یې هماغه انځور ورځي چې په تلویزیون کې یې لیدلی وي.
په امریکا او اروپا کې ډېری سیاستوال د کډوالو موضوع د رایو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. افغانان ځکه اسانه هدف ګرځي چې شمېر یې زیات دی، د جګړې له نوم سره تړل شوي دي، د فرهنګي توپیر له امله ژر بدنامېږي، د غربي ټولنې عام خلک د هغوی په اړه کم معلومات لري او که معلومات لري هم د رسنیو له خبرونو څخه متاثره دي، په انتخاباتي کمپاینونو کې د افغان کډوال نوم د "خطر" د شعار لاندې راځي، خو حقایق برعکس دي.
د څو افرادو کړنې څنګه ټوله ټولنه بدناموي؟
په امریکا، اروپا او کاناډا کې هره ورځ په سلګونه او زرګونه داسې پېښې کیږي چې بومي خلک پکې ښکېل وي، خو په ډېری هېوادونو کې که یو افغان په جرم کې ښکېل شي، رسنۍ یې څو ورځې راپور ورکوي، خو که زرګونه افغانان کار وکړي، مالیه ورکړي، زده کړې وکړي او ښه ژوند ولري، هېڅ یو خبر هم پرې نه جوړېږي.
دا هغه څه دي چې په ژورنالېزم کې ورته Generalization یا "عمومي کول" وایي. په دې کې د څو کسانو منفي کړنې د ټول ملت پر وړاندې د قضاوت بنسټ ګرځي.
په امریکا او اروپا کې د افغانانو د جرم اندازه د نورو کډوالو او حتا ځايي خلکو له منځنۍ کچې هم کمه ده، خو په رسنیو کې یې انعکاس د ټولو پېښو څو چنده دی.
له دغو پېښو څخه سیاستوال په خپله ګټه، رسنۍ په خپله ګټه او د کډوالو مخالفین په خپله ګټه کار اخلي چې د دغو تبلیغاتو له امله ټول عامه ذهنیت د یوه ملت پر وړاندې منفي لوری خپل کړي.
بل خوا په پاکستان، ایران او ترکیه کې د افغانانو په اړه رسمي او غیررسمي تبلیغ اکثره د اقتصادي فشارونو او سیاسي لانجې محصول دی. په پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې منفي چلند له طالبانو سره د پاکستان د کړکېچ پایله ده او همېشه افغان کډوال د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي.
د کډوالو په اړه منفي ذهنیت یو بل رواني اړخ هم لري، ځکه انسان په طبعي لحاظ ژر قضاوت کوونکی مخلوق دی.
په روانپوهنه کې یو بحث دا دی چې انسانان د ځان او "بل" تر منځ د توپیر کرښه رسموي. کډوال، په تېره بیا افغانان چې کلتوري او ژبني توپیرونه لري، ژر د "بل" په ډله کې شاملېږي، چې له امله یې د خشن قضاوت سبب ګرځي.
همدا راز یو بل بحث د ډار ایجاد دی، کله چې وګړي ووېرېږي، هغوی ډېر ژر د سیاستوالو خبرې مني.
په نړۍوال سټیج د افغان نوم د "امنیتي تهدید" په توګه تکرارول د همدې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د رښتوني حقیقت بل اړخ: افغان کډوال څوک دي؟
په امریکا، اروپا او کاناډا کې د نړۍوالو څېړنو پر بنسټ، افغان کډوال خواریکښ خلک ګڼل شوي دي. راپورونه ښيي چې افغان کډوال د سخت کار کولو لوړه اراده لري، د جرم اندازه یې تر نورو کډوالو کمه ده، د زده کړو کچه یې په نوي نسل کې لوړېږي، د کوربه هېواد اقتصاد کې فعاله ونډه لري، په امریکا کې د پوځي، رسنیزو، مدني او انساني ماموریتونو یوه لویه برخه امریکایان دي.
په زرګونو افغان ډاکټران، انجنیران، ژورنالېستان، سوداګر او محصلین د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې بریالي کارکوونکي دي.
دا حقیقت د هغه منفي تصویر بشپړ ضد دی چې سیاست او رسنۍ یې تکراروي.
که چېرې نړۍوالې رسنۍ دغه پټ او غلا شوي حقیقت ته پام وکړي نو ښايي چې د افغان کډوالو یو مثبت تصویر ایجاد شي.
که په لنډ ډول یې ووایو، افغان کډوال د نړۍ د منفي تبلیغ مستحق نه دي، ځکه دوی په کور دننه د نړۍوالو او سیمه ییزو افراطي لوبو ښکار شوي دي. د څو کسانو کړنې د یو ملت د قضاوت بنسټ نه شي کېدای. د جګړې اوږد تاریخ، رسنیز سادګرايي، نړۍوال سیاست، اقتصادي فشارونه او د ډار جوړولو ستراتیژي هغه عوامل دي چې افغانان یې د ناسم تصور قرباني کړي دي.
په حقیقت کې افغان کډوال د زحمت، وقار، کار او مبارزې سمبول دي، نه د هغه منفي روایت چې نړۍ یې تکراروي.
