د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د قرغیزستان له ولسمشر سادیر ژاپاروف سره یې په لیدنه کې د انرژۍ، کانونو، سوداګرۍ، پوهنې، قانون، کرنې، کلتور او ګرځندوی په برخو کې ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې. نوموړي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ اتصال پر پراخولو هم ټینګار کړی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د یوې هوکړې لهمخې به تر ۲۰۲۸ کال پورې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د قرغیزستان له ولسمشر سره یې توافق کړی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ د اتصال، د سړک، رېل پټلۍ او هوايي اړیکو د پراخولو په برخو کې باید کارونه چټک شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمهییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړه شي، خو لا تر اوسه هم نهده بشپړه شوې.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او بیا له پاکستان سره نښلول کېږي.

