له هرات څخه د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت مربا او ترشي امریکا ته صادره شوه

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له‌مخې، د هرات له صنعتي ښارګوټي د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ترشي او مربا لومړۍ کڅوړه امریکا ته صادره شوه.راپور زیاتوي چې دغه محصولات د امریکا له لابراتوارونو تېر او بیا هغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د روان کال په اتو میاشتو کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته سوداګریزې کڅوړې صادرې شوې دي.

په هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت له سوداګرو پر ملاتړ له ټينګار سربېره ویلي، د هرات له صنعتي ښارګوټي له امریکا سربېره ډېریو اروپايي هېوادونو ته هم صادرات روان دي.

وچه او تازه مېوې، خوراکي مواد، ګول‌سیخ او د اوبلنو ګاز ټانکرونه له هغو صادراتي توکو دي چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه روسیې او منځنۍ اسیا ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادرات هم پيل شوي دي.

له دې سربېره د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۵۳ زره او ۳۹۳ ټُنه انتقالات شوي چې په‌کې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي. د معلوماتو له مخې، په‌ دې کې ۶۳ ټُنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه د انارو جوس صادر شوي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د بلخ ولایت چارواکو پرون (چهارشنبه) وویل، چې شاوخوا ۵۰۰ ټُنه تازه مېوې ازبکستان ته صادرې شوې.

د دغو صادر شویو میوو ټول ارزښت ۲۵۰ زره ډالره ده او طالب چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به دغه ډول صادرات دوام ومومي.

نور خبرونه

رادیو