د طالبانو دفاع وزارت وايي چې ددوی د ۲۰۹ الفتح قولاردو انجنیرانو په تېرو شپږو میاشتو کې یو زر او ۲۴۴ نقلیه وسایط او ۵۲ ډوله بېلابېلې وسلې ترمیم کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په ترمیم شويو وسایطو او تجهیزاتو کې ټانکونه، رینجر، امبولانسونه او سپکې او درندې وسلې شاملې دي.

