څلورو امریکایي ډېموکراتو سناتورانو د ټرمپ له حکومت او د دې هېواد له خلکو غوښتي، چې د رحمانالله لکڼوال د کړنې له امله ټول افغان کډوال ملامت ونه ګڼي. هغوی لیکلي، چې په امریکا کې مېشتو افغانو ټولنو دغه برید غندلی دی.
دغه خبرپاڼه ډېموکرات سناتورانو جین شاهین، کریس کونز، ایمي کولبچار او انډي کېم د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) خپره کړه او په ورته وخت کې یې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د حکومت د سختو اقداماتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغوی وویل: «موږ د هر ډول هڅې مخالف یو، چې ټول افغانان ګناهکار وښيي یا د هغو کسانو خدمت او قربانۍ کم ارزښته وښيي، چې د امریکا د سرتېرو او کارکوونکو سره په افغانستان کې کار کړی دی.»
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې «په ټوله امریکا کې افغانانو دغه بې معنا یرغلګر عمل غندلی دی» او د امریکا د دې فرصت څخه مننه کوي، چې دوی ته یې د نوي ژوند زمینه برابره کړې ده.
د ولسمشر په ګډون امریکایي چارواکو افغان کډوال د افراطیت او د امریکا فرهنګ پر وړاندې په کرکې تورن کړي او د دې هېواد د ملي امنیت لپاره یې ګواښ بللي دي.
له همدې امله د امریکا حکومت د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنې پر منلو بندیز لګولی او امر یې کړی، چې د هغو کډوالو دوسیې وڅېړل شي چې د بایډن په دوره کې امریکا ته لېږدول شوي دي.
امریکایي چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د ملي امنیت لپاره ګواښ وګڼل شي، له امریکا څخه به واېستل شي.
ډېموکرات سناتورانو د هغو افغان کډوالو د امنیتي سابقې د ارزونې ملاتړ کړی، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي، خو ویلي یې دي چې حکومت باید خپله هغه ژمنه چې د افغانستان د پخوانیو همکارانو سره د پناه ورکولو په اړه کړې، تر پښو لاندې نه کړي.
هغوی خبرداری ورکړی، چې دا کار به امریکا په نورو برخو کې د سیمهییزو خلکو سره د همکارۍ فرصتونه کم کړي او متحده ایالات به د یوه باوري ملګري په توګه ونه ګڼل شي.

