په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې له هرات نه روسیې او منځنۍ اسیا ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادرات پيل شول. په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسیې، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادراتو لړۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه مراسم د «اېهنبرش» شرکت د ۲۵مې دورې صادراتو د نمانځنې ترڅنګ، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار په حضور کې ترسره شول. په یادو مراسمو کې د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د هغو افغاني شرکتونو ستاینه وکړه، چې د سیمې او نړۍ بازارونو ته د کورنیو تولیداتو په صادرولو کې هڅې کوي.
ښاغلي اسلامجار د هراتي ځوانانو لهخوا د جوړو شویو ټانکرونو صادرات د افغانستان لپاره مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه:«د هراتي ځوانانو لهخوا جوړ شوي ټانکرونه روسیې او منځنۍ اسیا ته صادرېږي، چې دا کار نه یوازې د صادراتو او وارداتو بیلانس کې نږدېوالی راولي؛ بلکې د افغان ولس استعداد او وړتیاوې په سیمه کې روښانه کوي، هغه استعداد چې یوه پېړۍ یې د بندیزونو او خنډونو تر سیوري لاندې ژوند کړی و.»
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په یاد ولایت کې د ګازو د ټانکرونو د تولید یوه شرکت تردې مهاله د ګازو د لېږد ۱۴ ستر ټانکر روسیې او ازبکستان ته صادر کړي دي او یاد بهیر لا هم دوام لري.

