د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د ګوښه کولو لپاره له پوځي اقدام څخه کار وانخلي. همدارنګه ویل کېږي، چې امریکا د نشهيي توکو په قاچاق شکمنو کښتیو د بریدونو پر ترسره کولو غور کوي.
لیو چې لومړنی امریکایي پاپ ګڼل کېږي، د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) له ترکیې او لبنان څخه د سفر تر ستنېدو وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ټرمپ د هغو ګواښونو په ځواب کې چې ګواکې مادورو به په پوځي ډول لرې کړي، وویل: «دا غوره ده چې د خبرو اترو لارې ولټول شي، یا د اقتصادي فشار په ګډون نور فشارونه راوړل شي [د موخې د ترلاسه کولو لپاره].»
هغه د ټرمپ پوځي ګواښونو ته په اشارې وویل: «که چېرې دوی په امریکا کې په رښتیا دغه بدلون غواړي، باید د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې ولټوي.»
د ټرمپ ادارې په دې وروستیو میاشتو کې بېلابېلې لارې لټولې دي، څو د امریکایي وګړو پر ضد د وژونکو نشهيي توکو د قاچاق د عملیاتو پر مهال د مادورو پر وړاندې مبارزه وکړي. د وینزویلا سوسیالیست ولسمشر د نشهيي توکو له قاچاق سره هر ډول تړاو رد کړی دی.

