ایرانی چارواکی: طالبان او ایران د ګډې اقتصادي سیمې پر جوړولو کار کوي

۴ ورځې مخکې

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون یوه غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ځانګړی اهمیت لري او تهران هڅه کوي چې په دغه سکتور کې پراخې پانګونې وکړي. د هغه په وینا؛ دواړه هېوادونه په دې برخه کې د ګډې اقتصادي سیمې د جوړولو په اړه کار کوي.

نوموړي د افغانستان کانونه د تهران د صنعت لپاره ستراتېژیک او طلایي فرصت بللی. هغه زیاته کړې: «له پیله مې هڅه کړې، چې د ایران تخنیکي پوهه د افغانستان کانونو ته او په ځانګړي ډول د غوریان، پشتون زرغون او هرات کانونو ته انتقال کړم. دغه سیمې د سنگان صنعتي زون ته نږدې دي او د رېل پټلۍ لوجستیکي اسانتیاوو له کبله زموږ لپاره ستر فرصت دی.»

توکلي‌رودي وایي، افغانستان ته په وروستیو سفرونو کې د طالب او ایراني چارواکو له پراخو بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې تهران به له طالب لوري سره د کانونو د اکتشاف، کېندنې او د تولید تمرکز په برخو کې مرسته وکړي.

د ایران د پارلمان دغه غړي د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره ګډ کار ضروري وباله او ویې ویل: «هیله لرو، چې د افغانستان د اقتصاد او پراختیا په ملاتړ سره، د سیمې په امنیتي ثبات کې هم ونډه واخلو.»

هغه خبرداری ورکړ: «په نږدې راتلونکي کې به زموږ صنعت له خامو موادو سره د نه‌توازن له ستونزې سره مخ شي؛ خو افغانستان چمتو دی چې د ایران کانونو صنعت ته خام مواد برابر کړي. دا یو بې‌ساری فرصت دی.»

توکلي‌رودي ویلي، چې دواړه لوري د پولې په دواړه غاړو د ګډې اقتصادي او کاني ځانګړې سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او دغه اقدام به د سیمې د امنیت په ټینګښت کې هم اغېز ولري.

د کانونو د همکاریو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په بلنه هرات ته تللی؛ ترڅو په کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې شرایط و ارزوي. د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د دغه سفر موخه د علمي همکاریو پراخول، د تجربو تبادله او د تخنیکي ظرفیتونو ارزونه ده.

له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځلې سره لیدلي دي. د طالبانو د هرات والي په وروستیو میاشتو کې د ایران د خراسان رضوي او سویلي خراسان ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د سرحدي سوداګرۍ د اسانتیا، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د زیاتولو او د ګډو بازارونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه په څلورم ملي او نړۍوال نندارتون کې له ۴۰ ډېر ایراني شرکتونو برخه اخیستې وه او خپل صنعتي، ودانیز، د انرژۍ، کرنیز او خوراکي تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ایران اقتصادي پلاوي د نندارتون ترڅنګ له طالبانو سره په صنعت، سوداګرۍ، کانونو، تېلو او نورو برخو کې د خبرو لپاره سره لیدلي وو او د افغانستان د مسو، سره زرو او اوسپنې کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو لپاره یې چمتووالی ښودلی و.

نور خبرونه

رادیو