کرملین وايي چې پوتین د امریکا د سولې طرحه نه ده رد کړې

۴ ورځې مخکې

کرملېن اعلان کړی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ځینې وړاندیزونه منلي، ځینې یې رد کړي، خو د سولې طرح یې رد کړې نه ده. هغه وویل، چې « ځینې وړاندیزونه ومنل شول، ځینې د منلو نه‌ وو او دا د جوړجاړي موندلو طبیعي بهیر دی».

د کرملېن ویاند دميتري پيسکوف دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو وټکاف سره د پوتین له خبرو وروسته وکړې.

پیسکوف وویل: « لومړی ځل مستقیم نظرونه سره تبادله شول. ځینې وړاندیزونه ومنل شول، ځینې د منلو نه‌ وو، او دا د جوړجاړي موندلو طبیعي بهیر دی».

هغه زیاته کړه چې روسیه د ولسمشر ټرمپ د هڅو منندویه ده، خو خبرې دومره حساسې دي چې علني تبصرې پرې ګټورې نه دي.

پیسکوف وویل چې اوس خبره د تخنیکي ټیمونو په کچه روانه ده او د هغوی پایلې به د راتلونکو جګپوړو ناستو بنسټ جوړ کړي.

له دې مخکې د روسیې د ولسمشر سلاکار هم ویلي وو چې د اوکراین د شخړې د حل لپاره لا هم د جوړجاړي کومه طرحه نه‌ده موندل شوې. اوشاکوف زیاته کړې وه، چې « د امریکایانو ځینې وړاندیزونه د سولې د هواري لپاره د منلو وړ ښکاري، خو باید پرې بحث وشي».

د نوموړي په وینا، « هغه الفاظ او عبارتونه چې موږ ته وړاندیز شوي، ځینې یې د منلو وړ نه دي».

نور خبرونه

رادیو