په ټولنیزو رسنیو کې د هویت پر سر د بحثونو له زیاتېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي پر ملي یووالي ټینګار کړی او وايي، دغه ډول بحثونه دې د افغانستان د جغرافيې له ترلاسه کولو وروسته وشي او هر هغه څه چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي.
عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د قومي بحثونو پرځای دې له اوسني ناورین څخه د افغانستان وتلو ته لومړیتوب ورکړل شي او د افغانستان سیاسیون باید د ملي یووالي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د ملي یووالي لپاره غږ پورته کولو کې د ځینو سیاسي مشرانو له دریځ څخه ستاینه کړې ده او زیاته کړې یې ده:«افغان بودن او نه بودن دا یو ملي بحث دی او هر څوک حق لري، چې په دې اړه خبرې وکړي. زه وایم چې لومړی د افغان په نوم جغرافیه راخپله کړئ او بیا دا ډول بحثونو ته دوام ورکړئ.»
ښاغلي داوودزي د ځینو کسانو له خوا له افغانیت څخه د انکار په غبرګون ویلي، چې د یادو بحثونو پر ځای دې د افغانستاان اوسنیو ستونزو ته لومړیتوب ورکړل شي.
داوودزي زیاته کړه: «ځیني دوستان چې وايي، موږ افغانان نه یوو، دوی له هېواده بهر دي، خو دا باید لومړیتوب و نه اوسي، لومړی باید د خپلې خاورې څښتنان شو بیا به د نوم په اړه غور او خبرې وشي. لومړیتوب دې زده کړو، کار، ازادۍ او نورو مسایلو ته ورکړل شي.»
عمر داوودزي ویلي، چې په اوسنیو حالاتو کې هر هغه کار چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي. هغه زیاتوي: «مثلاً د افغانستان هغو ملي او ټولنیزو مسایلو ته لمن وهل او لومړیتوب ورکولو پر ځای دې د حاد مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي چې موږ اوس ورسره مخ یوو.»
نوموړی د یوه لوی سیاسي چتر لاندې راټولېدل د بې اتفاقۍ، قومي او هویتي مسایلو د حل او ژغورلو غوره لاره ګڼي.
داوودزي وايي: «دا چتر باید ټولګډونه وي او دا چې څوک یې رهبري کوي، پرېکړه یې په ملت پورې اړه لري. زه پر جمهوریت باور لرم او تل مې ویلي، چې راتلونکې حل لاره درېیم جمهوریت دی. درېیم جمهوریت چې یادونه یې کوم، له دویم جمهوریت څخه به متفاوت وي، خو درېیم جمهوریت باید ولس تعریف کړي، سیاسي ډلې یې باید تعریف کړي او د دې لپاره موږ باید زمینه برابره کړو. همدا دلیل دی چې په یوه ازاده فضا کې بحث وشي او ورته یو ملي حل لاره پیدا شي.»
نوموړي خبردای ورکړی او وايي، که افغانان تر یو چتر لاندې راتول نه شي، ښايي اوسنی حاکمیت او له ګاونډیو هېوادونو سره بدي اړیکې دوام وکړي او نړۍ به موږ نور هم منزوي کړي.
عمر داوودزي د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان د تجزیې په اړه د پخواني ولسمشر اشرف غني وروستۍ اندېښنې ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان لپاره د تجزيې کوم ګواښ شتون نه لري، خو د افغانانو ترمنځ د فکري لرېوالي او د ټول منلي رهبرۍ نشتون د ستونزو شتون تاییدوي.
داوودزي زیاته کړې: «که د تجزيي ګواښ شتون لرلی ډېر پخوا به تجزیه شوی وای، خو ډېرې نورې ستونزې شتون لري. موږ فکري ستونزه لرو، د میکانیزم ستونزه لرو، د رهبرۍ ستونزه لرو داسې رهبري چې ولس ښې لوري ته رهبري کړي. د فکري تجزيي او لرېوالي د مخنیوي لپاره د دې وخت رارسېدلی دی، چې د ملي خبرو اترو لپاره په شدت کار وشي.»
ښاغلي داوودزي ویلي، چې په افغانستان کې دننه افغانان محدود او ځواک یې کم دی، خو له هېواده بهر افغانان د ازادۍ په لرلو سره کولی شي، چې په یوې سالمې لارې سره اقدام وکړي او افغانستان له اوسني ناورین څخه راوباسي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د «زه افغان نهیم» کمپاین په دې وروستیو کې زور اخیستی او دا کمپاین هغه وخت پیل شو، چې یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو وسلهوال برید وکړ او په دغه برید کې یوه سرتېرې ووژل شوه.
دغې پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو «زه افغان نهیم» کمپاین پیل کړ، خو د یو شمېر سیاستوالو په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خپلو خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.
له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نهبولي، د دې حق نهلري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.
د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»

