د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۲ کورنۍ چې شمېر یې ۳۶۳۰ کسانو ته رسېږي، په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د یادو کدوالو له ډلې ۲۲۵۱ تنه د سپین بولدک له لارې، ۱۱۴۰ د تورخم له لارې، ۱۰۸ د اسلام کلا له لارې او ۱۳۱ تنه هم د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې تازه ستانه شویو کډوالو سره یې د څه باندې ۶ میلیونه نغدو پیسو مرسته کړې ده او یو شمېر کورنۍ یې په وړیا دول خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده، په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.
په یادو دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلند څخه هم شکایت کوي او وایي، چې غېرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

