طالبانو له څو ترکي شرکتونو سره د لویو بنسټيزو پروژو د پانګونې پر څرنګوالي خبرې کړې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر وايي، روان کال یې د ګڼو زېربنایي پروژو کارونه پیل کړي او ټینګار یې کړی چې پاتې پروژې باید ژر تر ژره بشپړې شي. نوموړي له ترکي ودانیزو شرکتونو سره د سړکونو، پلونو او تونلونو په برخه کې د پانګونې او قراردادونو د چټکولو لپاره جلا، جلا ناستې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر ملا محمد عیسی ثاني د اوسپنیزې کرښې له مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده او یو شمېر رییسانو سره په دوو بیلابېلو لیدنو کې د ترکیې د MVG ودانیزو شرکت له عمومي رییس محمد ویسي او محمد اېتکین سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنو کې د ترکي شرکتونو او پانګه‌والو راجلبولو او د سړکونو، پلونو او تونلونو د رغونې په ګډون د یاد وزارت د بنسټيزو پروژو لپاره د ګډ کار پر احتمال خبرې شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت تخنیکي ټیم د یوشمېر پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ څو ترکي شرکتونه وکولای شي د ګډون پرېکړه وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، د لیدنې په لړ کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر وویل: «د ټولګټو چارو وزارت روان کال د ډېرو پروژو کار پیل کړی، چې چارې یې عملا جریان لري. هغه پروژې چې لا نه‌دي پیل شوې او د تخنیکي ټیم له‌خوا یې تاسو ته معلومات درکړل شوي، د طالبانو د مشر د حکم له مخې باید ژر بشپړې شي.»

نوموړي زیاته کړې: «مالي کال د ختمېدو په حال کې دی؛ نو تاسو باید د پروژو په تړاو خپلې طرحې ژر تر ژره له وزارت سره شریکې کړئ، څو دغه پروژې د طالبانو د حکومت د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ له تاسو سره قرارداد شي.» په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، پرېکړه شوې چې د دواړه لوریو تخنیکي ډلې به د پروژو د هوکړې او قرارداد لپاره دوامداره ناستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو