د ازبکستان رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په حواله راپور ورکړی، چې د ترمز-حیرتان سرحدي لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته پرانیستل شوه. د راپورونو له مخې؛ دغه اقدام د مساپرو د تګ راتګ د اسانتیا او له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د دغه هېواد رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) لیکلي، له افغانستان سره د ازبکستان ځمکنۍ پوله د دې لپاره پرانیستل شوه چې د صادراتو کچه تر ۲۰۲۶ کاله پورې ۲.۵ ملیارد ډالرو ته لوړه شي.
ازبکستان په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره خپله ځمکنۍ پوله وتړله. د نوې پرېکړې له مخې، د دواړو هېوادونو وګړي اوس کولای شي پر یادې پولې تګ راتګ وکړي؛ خو د ویزې لرل حتمي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ومومي.
طالبان او ازبکستان پراخې اقتصادي اړیکې لري او د دواړو خواوو چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه دواړو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
د ازبکستان د احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۳ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴۶.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

