د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) خبر ورکړی، د سېشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۸۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۸۷۲ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۴زره او ۲۷۲ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۶۹۶ کډوال د تورخم، ۱۲۴ د بهرامچې، ۲۲۴ د اسلامکلا او ۱۷۹ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه ستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون لهخوا نږدې ۱۰مېلیونه افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.
د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.
په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادنو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

