د طالبانو د کرنې وزارت: اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت د پام وړ وده کړې ده چې اوس‌مهال هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ په‌کې تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید اتحادیه غواړي دغه شمېره په راتلونکو څو میاشتو کې په ورځ کې ۴ مېلیونه هګیو ته لوړه کړي.

په خبرپاڼه کې د هګیو د تولید د ټولنې رییس عبدالقدیر پوپل په حوالې راغلي:« نږدې ۱۵زره کسان د چرګانو په فارمونو کې پر کار بوخت دي. د هرات د چرګانو ۷۰سلنه محصولات نورو ولایتونو ته لېږل کېږي.»

له بل پلوه په هرات ولایت کې د طالبانو د مالدارۍ خدمتونو امر محمدعمر قاصد وایي، په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۸۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۶۵ د هګۍ تولیدوونکي فارمونه دي. د هغه په وینا؛ ځینې فارمونه هره ورځ تر ۴۰۰زره هګیو پورې تولید لري.

نور خبرونه

رادیو