په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په درېیو جلا ټرافیکي پېښو کې دوه کسه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه وایي، لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار په قره باغ ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا؛ دویمه پېښه هم د یادې ولسوالۍ د مشکي په سیمه کې هغه مهال شوې، چې یو کس له سړک نه د اوښتو پر مهال موټر وهلی او مړ شوی او موټر چلوونکی هم ټپي دی.
نوموړي وایي، چې درېیمه پېښه بیا د قره باغ ولسوالۍ په باران کلا سیمه کې د مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې چې له امله یې یو کس ټپي شوی.
په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت د پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودلې ده.

