د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وایي، چې د نفوسو چټک زیاتوالی او اقلیمي بدلون د پاکستان د اقتصادي پرمختګ پروړاندې لوی ګواښونه دي. هغه همدا راز ویلي، چې که دا ستونزې حل نه شي، پاکستان به د ۲۰۴۷ کال لپاره د درې ټریلیون ډالرو اقتصادي موخې ته ونه رسېږي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې اورنګزیب دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) په اسلاماباد کې د ۲۰۲۵ کال د نفوسو کنفرانس په پرانیست غونډه کې وویل، چې د روان کال سېلابونو د پاکستان ناخالص تولید ۰.۵ سلنه کم کړی او د نفوس فشار به د اقتصادي ودې لاسته راوړنې کمزورې کړي.
د «جي ډي پي» بانک د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴کال کې د پاکستان ناخالص تولیدات ۳۷۳،۰۷ میلیارده ډالر وه.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې دی او ډېره تکیه یې پر نړۍوالو مرستو او پورونو ده.
ورته مهال، د راپورونو له مخې د پاکستان ټول پور به د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې له ۱۳۴.۹ میلیارده ډالرو څخه زیات شي.

