متقي: له تاجکستان سره د اعتماد فضا رامنځته شوې، خو ځینې کړۍ هڅه کوي دغه بهیر زیانمن کړي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له تاجکستان سره د یادې ډلې اړیکو وروستي مثبت بدلون ته په اشارې سره ویلي، چې «دواړه هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده؛ خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت بهیر زیانمن کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت او امنیتي همغږۍ د پراختیا په اړه بحث کړی او دواړه خواوو د ګډو امنیتي اقداماتو د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، متقي د تاجکستان په خاوره کې د وروستیو امنیتي پېښو او د چینایي وګړو د وژنې پېښه غندلې او په سیمه کې یې د ګډ ثبات لپاره د دواړه هېوادونو پر ګډو اقداماتو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې «طالبان د سرحدي امنیت د ټینګښت، ګډو څېړنو او هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دي او د شریرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا ده.»

خبرپاڼه زیاتوي، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د افغانستان او تاجکستان تاریخي او کلتوري اړیکې ستایلې او ویلي یې دي چې «تاجکستان له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو هڅه کوي.»

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزیر د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، چې دواړه وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظم تماس، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو د فعال ساتلو او د تخنیکي ناستو د دوام پر سر هوکړه کړې.

نور خبرونه

رادیو