په بلوچستان کې افغانانو ته د پاکستاني پاسپورټونو د جوړولو په تور درې کسان نیول شوي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې چارواکو ویلي، چې په بلوچستان کې یې د افغانانو لپاره د جعلي پاسپورټونو او پېژندپاڼو د جوړولو په تور د یاد هېواد د ملي ثبت ادارې (نادرا) درې تنه چارواکي نیولي دي.

د پاکستان سما ټلویزیون د فدرالي تحقیقاتي ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په نیول شویو کسانو کې د نادرا ادارې مرستیال سید انورشاه، اجرايي مرستیال سید اخترشاه او د چمن د نادرا ادارې مرستیال خواجه وقاص شامل دي.
د راپور له مخې، یادو کسانو افغان وګړو ته د پیسو په بدل کې پېژندپاڼې او پاسپورټونه جوړول. د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې د یاد هېواد د ملي ثبت ادارې (نادرا) د درېیو چارواکو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکړی، چې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني چارواکي د افغانانو لپاره د پاکستاني پاسپورټونو د جوړولو په تور نیول شوي وو.

د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکي افغانانو ته د پیسو په بدل کې پاکستاني پاسپورټونه جوړوي او هغوی بیا د پاکستاني تابعیت په کارولو عربي هېوادونو ته د کار موندلو په موخه سفر کوي.

نور خبرونه

رادیو